امریکا د افغان ښځو د حقونو په اړه دوه سلاکارانې ټاکلې دي

رینا امیري د افغانو ښځو او نجونو د استازې په توګه ټاکل شوې - انځور له ارشیفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو د چارو لپاره دوه ښځې ګومارلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یو بیان کې وویل چې بلېنکن رینا امیري د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې او سټیفني فوسټر د افغانستان د ښځو او نجونو د مسلو په ګډون د بيا رغونې هڅو لپاره نوې لوړپوړې سلاکاره وټاکله.

په بیان کې د بلېنکن له قوله ویل شوي چې افغان توکمه امریکايي رینا امیري به د ځانګړې استازې په توګه د مهمو مسلو، د ښځو او نجونو، د بشري حقونو او بنسټیزو ازاديو په برخو کې د بهرنیو چارو وزارت او د امريکا د ملي امنيت لپاره کار کوي.

طالبانو د اګست په نیمايي کې د افغانستان واک تر لاسه کولو راهیسې یو داسې حکومت جوړ کړی چې پکې هېڅ ښځه ونډه نه لري او د سختو شرعي قوانينو د نافذولو خبره کوي.

د طالبانو حکومت د ښځو د چارو پخوانی وزارت وتاړه او د ښځو حقونه یې تر پام وړ حده کم کړل.

خو طالبانو ډاډ ورکړې چې حکومت به يې بشري حقونه په پام کې نيسي.