د هند تر واک لاندې کشمیر کې په یوه معبد کې د جنورۍ د لومړۍ نېټې پر سهار، د ګڼې ګوڼې له امله په ټیل ماټيل کې، لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د ویشنو دیوي په نوم د هندوانو په مشهور عبادت ځای کې د دې پېښې پر مهال ۱۳ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
عیني شاهدان وایي، کله چې خلکو د نوي کال د عبادت لپاره بېړه وکړه، یو بل پسې ولوېدل.
د ویشنو دیوي معبد د جمو له ښاره نېږدې ۶۰ کیلومټره لرې پروت دی.