طالبان وايي د نوي پوځ جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

د طالبانو وسله وال په کابل د سردار داوود خان له روغتون سره نېږدې ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د طالبانو حکومت وايي، د ۱۰۰،۰۰۰ کسیزه پوځ جوړېدو کارونه په بشپړېدو دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د پوځ جوړښت لپاره ټول پلانونه برابر شوي او پخواني مسلکي افسران به هم پکې وي. نوموړي د دې ترڅنګ په پوځ کې د ښځو د شاملولو خبره هم وکړه.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د افغانستان پخوانی ملي پوځ، پولیس او د ملي امنیت شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ کسیزه ځواک ړنګ شو. بهرنیانو، په تېره امریکا، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه تمویلول. تر اوسه معلومه نه ده چې طالبان به خپل پوځ څنګه تمویلوي.