د پاکستان د نورو برخو په شان په خيبر پښتونخوا کې هم له شاوخوا پينځو ورځو راهيسې د واورو او بارانونو لړۍ روانه ده.
د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې په وينا په غرييزو سيمو کې د واورو او بارانونو له کبله لويې لارې بندې شوې چې دوی يې د بيا پرانيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.
بلخوا د بره دير ډپټي کمېشنر محمد شعیب خان د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې هلته له واورو او بارانونو سره تړليو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او ځينې نور ژوبل شوي دي. د نوموړي په وينا، يوشمېر ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی.
د بره دیر اوسېدونکو د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته ويلي چې د واورو له کبله يو شمېر لارې او سړکونه هم تړل شوي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وينا، په دې هېواد کې به د روانو واورو او بارانونو لړۍ د جنورۍ تر نهمې پورې دوام ولري.
په عين حال کې د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونود نظم ادارې ويلي چې اغېزمن کسان د اړينو مرستو لپاره پر ۱۷۰۰ شمېره باندې په وړيا ډول زنګ وهلی شي.