د ننګرهار چارواکي وایي چې د لالپورې ولسوالۍ اړوند فتیح مېنه سیمه کې په یوه کور کې د لاسي بم له چاودنې د یوې کورنۍ دوه ښځې وژل شوي او یوه ټپي شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه رسنیو ته په استول شوي پېغام کې ویل شوي چې د پېښې ښکار شوې مېرمنو له غره څخه د خاشاکو پنډ کې لاسي بم راوړی و چې د پنډ د غورځولو پر مهال چاودلی او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.
د ننګرهار لالپوري ولسوالي له ډیورنډ کرښې سره جوخت موقعیت لري.
د دې ولسوالۍ په بېګانانو سیمه کې هم د جنورۍ پر ۱۰مه د یوه ښوونځي تر څنګ د هاوان یوه ناچاودلې سرګولوله د جوارو د پولیو خرڅوونکي له ریړې سره چاودلې وه چې د پولۍ خرڅوونکي په ګډون په کې نهه ماشومان وژل شوي وو او څلور یې ټپیان کړي وو.
د هاوان دا سرګولوله هم یو ماشوم د جوارو د پولیو د رانیولو لپاره راوړې وه.