کوټه کې د ځوان ډاکټرانو او پوليسو ترمنځ نښته کې ګڼ کسان ژوبل شوي

د ځوان ډاکټرانو سازمان وايي، پولیسو یې مظاهرچيان په ډنډو وهلي چې پکې تر ۱۰ زيات ډاکټران ژوبل شوي او تر ۵۰ پورې یې نيولي دي.

په کوټه کې د احتجاج کوونکو ځوان ډاکټرانو او پوليسو ترمینځ نښته کې ګڼ کسان ژوبل شوي دي.

د مشال راډیو خبريال وايي، د جنورۍ پر ۱۲مه چې کله د ځوان ډاکټرانو سازمان غړي پر انسکمب سړک احتجاج ته راوتل نو پولیسو يې مخنيوي کاوو چې د دواړو خواو ترمینځ اخ وډب پیل شو.

د ځوان ډاکټرانو سازمان مشال رېډيو ته وويل چې پولیسو یې مظاهرچيان په ډنډو وهلي چې پکې تر ۱۰ زيات ډاکټران ژوبل شوي او تر ۵۰ پورې یې نيولي دي.

بلخوا پوليس وايي، مظاهره چیانو ډاکټرانو تر ټاکلي ځایه تېری وکړ او دوی مجبوره شول چې له مخکې تګ څخه يې راوګرځوي.

د ځوان ډاکټرانو سازمان روغتونونو ته د طبي سهولتونو ورکولو، د سرکاري روغتونونو د شخصي کولو د ممکنه پلان مخالفت او د صوبې صحت څانګې د سېکرېټريانو له څوکيو څخه د لیرې کولو غوښتنه کوي.

حکومت وايي، د ډاکټرانو جایزه غوښتنې مني خو د روغتونونو شخصي کولو هېڅ پلان نه شته.