افغانستان کې بې کوره شوي کډوال ژمنيو مرستو ته په تمه دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له نړیوالو د پنځه اربه ډالرو غوښتنه کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو لخوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو وخت په وخت ویلي چې دغه هېواد د بشري ناورین اړخ ته روان دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه یو میلیون ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ دي او نیمايي وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ ۳.۵ میلیونه خلک په هېواد دننه د کدوالۍ ژوند کوي.
نور حال په دې ویډیو راپور کې.
ویډیو: ایسوشیېټیډ پریس