په بلغاریا کې د مسلمانانو د نکاح دودیز مراسم
د بلغاریا په غرییزه سیمه کې مېشت مسلمانان یو ځانګړی دود لري چې ناوې د واده په ورځ تر نکاح پورې سترګې بندې ساتي. دوی اکثر ودونه په ژمي کې کوي او پکې مېلمنو ته د ناوې ټول سامانونه هم ښوول کېږي. په یاده سیمه کې د ودونو دا دود له پېړیو راهیسې دوام لري خو یوازې د پخواني شوروي اتحاد په وختونو کې ورباندې بندیز وو. په دې هکله د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.