افغانستان او پښتونخوا کې په موسیقۍ او سندرغاړو د وروستیو بریدونو تر شا څه دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په موسیقۍ او هنري اظهار بندیزونه عملي کړي دي، افغان سندرغاړي او موسیقاران له بېلا بېلو دړکو او بریدونو سره مخ شوي دي. څو ورځو وړاندې پر ټولنيزو شبکو هغې يوې ویډيو تند غبرګونونه پارولي چې پکې د طالبانو په موجودګۍ کې دوو افغان هنرمندانو ته ستغې سپورې ويل کېږي او د هغوی د موسيقۍ الات سوځول کېږي. په افغانستان او پښتونخوا کې په موسیقۍ او سندرغاړو د وروستیو بریدونو تر شاڅه دي؟ د کرښې پر غاړه کې بحث ورباندې کوو. کوربه شاهین بونېری دی.