په بلوچستان کې تر اوږدې مودې وروسته د جنورۍ له ۲۱مې نيټې راهيسې د واورو او بارانونو لړۍ پیل شوې ده.
په کوټه، زیارت، ژوب، سنځاوۍ، قلعه عبدالله، کاڼ مهترزۍ، مسلم باغ، قلعه سيف الله، خانوزۍ، توبه اڅکزۍ، توبه کاکړي او په بلوڅ مېشتو سيمو کولپور او منګوچر کې بارانونه او واورې شوې او په ځينو سيمو کې لا هم دا لړۍ دوام لري.
بلوچستان، په تېره بيا پښتون مېشتې سيمې له تېرو څو کالونو راهيسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي چې له کبله يې هلته د اوبو کمښت رامنځ ته شوی دی.
ځايي خلک وايي چې په سيمه کې د څښلو د اوبو ترڅنګ د ځمکو خړوبو د اوبو هم زښت کمی دی چې له کبله يې لوی لوی باغونه وچ شوي، حاصلات او مالداري يې کمه شوې ده.
که حکومت بندونه جوړ کړي وای نو موږ به له وچکالۍ سره نه وو مخامخ شوي.ملک ظاهرشاه کاکړ
د پښتون مېشتو سيمو خلک له ډيرې خوشاليو څخه د بارانونو او واورو عسکونه او ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپروي خو پوښتنه دا ده چې ایا له دې سره به وچکالي او اوبو کمښت له منځه ولاړ شي؟
د کوټې په سرياب کې د زرعي تحقیقاتې ادارې ډايرېکټر ډاکټر محمد قاسم کاکړ وايي چې د اوسنيو بارانونو او واورو ګټه باراني فصلونو او مالدارانو ته رسېدلای شي خو د ده په وينا، که څو ځلې نور بارانونه او واورې وشي نو ښايي ورسره ترځمکې لاندې د اوبه کچه هم راپورته شي. "زموږ د اوبو رااېستل زیات دي او بارانونه کم دي. چې کله دغسې بارانونه او واورې څلور پنځه واره نور وشي نو ورسره تر ځمکې لاندې د اوبه کچه راپورته کېږي."
ډاکټر قاسم کاکړ وايي چې د پښتون مېشتو سیمو کروندګر د ټیوب ويلونو له لارې په پراخه پيمانه اوبه راباسي چې له کبله يې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه مخ په کمېدو ده. "د ژوب د سباکزي بند تر تړل کېدو وروسته په غورزی او ګوال اسماعيلزی کې تر ځمکه لاندې د اوبو کچه ۵۰ او ۶۰ فټه ده، قلعه سيف الله کې د ۱۰۰ او ۳۵۰ په منځ کې ده، په کاڼ مهترزي کې ۷۰۰ او ۸۰۰ فټه په منځ کې، په کوټه کې ۱۰۰۰ فټه او په پښین او قلعه عبدالله کې نږدې ۷۰۰ فټه لاندې ده نو په مجموعي توګه په پښتون مېشتو سيمو کې د اوبو کچه اوسطا ۳۵۰ او ۴۰۰ لاندې تللې ده."
دی وايي، "که د بلوچستان پښتون مېشتو سيمو کې د سړک د غاړې سفر وشي نو ځای پر ځای به داسې باغونه او پټي ووينئ چې پکې د شمسي توانايي پلېټونه قطار ولاړ وي. په صوبه کې د بجلۍ د کمي له کبله کروندګر اوس خپل څاګانې نور هم ژوروي او د خپلو ځمکو خړوبو لپاره د شمسيانو له لارې په مشينونو اوبه راباسي."
په دوبۍ کې مېشت د حیاتياتي تنوع پوه ډاکټر عبدالرازق کاکړ له تېرې څه مودې راهيسې پر فېسبوک د ویناګانو له لارې په خلکو کې د اب وهوا بدلون، د اوبو استعمال او کرهڼي په اړه پوهاوی خپروي.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې تازه بارانونه به ښايي موسمي فصلونو ته ګټه ورسوي خو د ده په وینا، تر ټولو مهمه خبره د کروندګرو له خوا د شمسيانو له لارې د اوبو په پراخه کچه رااېستلو ته پام اړول دي.
دا هم وګورئ: د بلوچستان پښتون میشتې سیمې خلک له وچکالۍ کډه کويهغه زیاته کړه چې په سيمه کې لمرونه زیات دي او پر شمسي توانايي خرڅ نه راځي نو خلکو ۲۴ ساعته مشینونه چالان ساتلي وي او له څاګانو څخه اوبه راباسي. "شمسي ټېکنالوژي یا برمه ځکه وهل کېږي چې دومره اوبه راواېستل شي چې خلک له تندې مړه نشي او يا د نللیکې له لارې خپل فصلونه خړوب کړل شي خو له بده مرغه زموږ خلک چې په کومه طريقه شمسي ټېکنالوجي استعمالوي هغه ته خړوبېدل نه بلکې بهونه یا د سېلاب په شان فصلونه خړوبول وايي چې دا ظلم دی."
د ژوب د مينا بازار اوسېدونکی ملک ظاهر شاه کاکړ چې پخپله هم کروندګر دی، وايي چې وچکالۍ چې په څومره لویه کچه زیان رسولی نو د ده په وينا، ښکاري نه چې له تازه بارانونو يا واوري سره وچې شوې چينې یا کاريزونه بېرته اوبه وکړي. د ده په خبره، د بندونو د نشتوالي له کبله د ژوب، قلعه سيف الله او شېراڼي ضلعې ۶۰ فيصده باراني اوبه د ژوب سيند له لارې د ګومل دریاب ته لوېږي. "که حکومت بندونه جوړ کړي وای نو موږ به له وچکالۍ سره نه وو مخامخ شوي. زموږ غوښتنه داده چې حکومت دې په پښتني سيمه کې ځای پر ځای بندونه وتړي چې موږ د بارانونو اوبه زېرمه کړای شو."
په بلوچستان کې پرله پسې راغليو حکومتونو دا منلې ده چې سيمه له وچکالۍ سره مخامخ ده او د کوټې په ګډون په نورو سيمو کې د اوبو کمښت دی. وزيراعلی او ګورنر چې کله هم د ملګرو ملتونو يا نورو مرستندويه ادارو له مشرانو سره ملاقاتونه کړي نو دا ستونزه يې ورسره شريکه کړې او ورڅخه يې مرستې غوښتې دي.
د پاکستان سرکاري خبري اژانس ایسوشيېټډ پريس د ۲۰۲۱ز کال د سېپټمبر پر ۳۰مه نېټه د يوه چارواکي چې نوم يې نه دی ښودلی په حواله ليکلي چې په صوبه کې د اوبو کمښت پوره کولو په خاطر پر ۲۲ بندونو روان کار بشپړ شوی دی او ډېر ژر به د شاوخوا شپږ اربه روپيو په لګښت پر ۴۹ نوي بندونو کارونه پيل شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.