د کوټې یو اوسېدونکی په غره کې باراني بند جوړوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
مظهر علي د کوټې ختیځ لور ته پروت مهردار غره کې د باراني اوبو خوندي کولو لپاره بند جوړوي. نوموړی په اونۍ کې دوه ځله پر پښو د دوه ساعته مزل کولو وروسته د غره سر ته ځان رسوي او بيا هلته له سهاره تر ماښامه کار کوي. مظهر علي وایي، که حکومت او ولس مرسته ورسره وکړي نو په غره کې به داسې نور بندونه هم وتړي. نور حال د مشال راډیو خبریال صمد شبنم په ويډيو راپور کې وګورئ.