روڼتیا نړيوالې اداره: پاکستان کې درغلي لاهم په زیاتېدو ده

روڼتیا نړيوالې ادارې (ټرانسپېرنسي انټرنيشنل) د جنورۍ پر ۲۵مه په ۲۰۲۱ز کال په ۱۸۰ هېوادونو کې د درغليو د درجه بندۍ کلنی نوملړ خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د نورو کلونو پرتله په ۲۰۲۱ز کال کې درغلي زياته شوې ده چې د یادې ادارې په فهرست کې یې شمېره په ۱۰۰ کې ۲۸مه ده. د درغليو کچې معلومولو لپاره شمېره تر ۱۰۰ پورې ده. د دې له مخې زیاته شمېره وړونکيو هېوادونو کې درغلۍ کمه وي او په لږه هغه کې زياته وي.

شنونکي وايي، له حکومتي ژمنو سره سره درغلي موجوده ده. خو واکمن ګوند تحريک انصاف دريځ لري چې د نورو حکومتونو پرتله د دوی په واکمني کې درغلي نه ده شوې.

د روڼتیا نړيوالې ادارې په ويبپاڼه د ۲۰۲۰ز کال راپور کې پاکستان په سلو کې پر ۳۱ نمبرو سره د نړۍ په دې فهرست کې ۱۲۴ نمبر وو. په تازه راپور کې پاکستان درې درجې لاندې تللی دی.

د روڼتیا نړيوالې ادارې د راپور لنډيز وايي، نړۍ له تېرو دوو کالو راهېسي د کورونا وايرس له جهاني وبا څخه تېريږي خو د درغلۍ انګېرنې فهرست (کرپشن پرسيپشن انډيکس) څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې د درغليو کچه لوړه شوې ده. د نړۍ ۱۳۱ هېوادونو د ژمنو باوجود په تېره یوه لسیزه کې د کرپشن پروړاندې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

په راپور کې ويل شوي چې پروسږکال ۲۷ هېوادونه د درغليو تاریخي ټیټې درجې ته رسېدلي دي. د راپور ترمخه په عین حال کې، په ټوله نړۍ کې بشري حقونه او ډیموکراسي تر برید لاندې ده.

دا هم وګورئ:

ټرانسپیرنسي انټرنیشنل: د ډېری پاکستانیانو په اند زیاته درغلي په پولیس او عدلیه کې کېږي شفافیت نړیوال سازمان: تر ۹۰ ٪ زیات پاکستانیان د ګرانۍ سبب د تحریک انصاف حکومت بوليپاکستان کې رشوت اخېستنه د کمېدو پرځای زیاته شوې: عادل جېلاني

روڼتیا نړيواله اداره هرکال خپل کلنی راپور تياروي. د راپور تيارولو طريقه کار په اړه د شفافیت نړيوالې اداره وايي، دوی له یوشمېر بېلابېلو سرچینو څخه معلومات راټولوي چې پکې د سوداګرو او د هېواد د کارپوهانو نظرونه شامل وي چې په هغه هېواد کې عامه خدمتونو کې د درغليو کچه څومره ده. یاده اداره د دې ترڅنګ د درغليو درجه بندي لپاره له ۱۳ مختلفو ادارو سره رابطه کوي او له هغوی معلومات راغونډوي.

په پاکستان کې مخالف سياسي ګوندونه پر حکومت د درغليو تورونه پورې کوي. د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ پر واکمن تحريک انصاف ګوند کې شامل وزيرانو د درغليو تورونه لګوي. خو واکمن ګوند دا ردوي.

په پيښور کې د ډان ټېليویژن بيورو چيف علي اکبر مشال راډيو ته وويل چې د کرپشن زياتېدو ډېر لاملونه دي چې پکې د کورونا وايرس نه راولاړ شوی حالات هم شامل دی.

علي اکبر زياتوي چې د راپورونو له مخې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره په فنډونو کې د دوه اربه روپيو درغلۍ شوي دي او همداراز ځينې حکومتي سلاکاران هم د درغليو په تورونو له خپلو دندو لیرې کړل شوي دي.

روڼتیا نړيوالې ادارې د ۲۰۱۸ز کال راپور ترمخه پاکستان په سلو کې ۳۳ نمبرې وي خو په تېرو درو کالو کې يې پينځه نمبرې کمې شوي دي. خو د واکمن ګوند تحريک انصاف د قامي اسمبلي غړي جنيد اکبر له مشال راډيو سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګواکې په هېواد کې د دوی په واکمني کې کرپشن زيات شوی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان اجراييه رییس ډینیل ایرکسن په خبرپاڼه کې له حکومتونو غوښتي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدي اقدام وکړي او د بشري حقونو ژمنې پوره کړي.

روڼتیا نړيواله اداره له ۱۹۹۵ز کال راهيسې د درغليو انګېرنې درجه بندي کوي چې په عامه خدماتو (پبلک سېکټر) کې کېږي. دا درجه بندي د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو کې کېږي. د دې لپاره نړيواله اداره د ۱۳ بهرنيو سرچينو چې نړيوال بينک، نړيوال اقتصادي فورم، شخصي کمپنۍ، مشورتي شرکتونه او څېړنېزي ادارې پکې شاملي دي، معلومات راغونډوي.