د شل اوریزه کرکټ ټورنمنټ، پاکستان سپرليګ يا پي ايس ايل لوبې د جنورۍ په ۲۷مه پيل شوې.
لومړی مېچ نن د ملتان سلطانز او کراچي کینګز ترمنځ دی چې په کراچۍ کې کيږي.
د جنورۍ په ۲۸ د دې ټورنمنټ دوهم مېچ د پېښور زلمي او کوټه ګلېډېټرز ترمنځ دی.
د ۳۴ مېچونو دا ټورنمنټ چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي، فاېنل مېچ يا پای لوبه به يې په ۲۷ فرورۍ وي. پروسږکال په جون مياشت کې شوي د شپږم پاکستان سپر ليګ فاينل مېچ ملتان سلطانز ګټلی وو.