پوليس چارواکو د علي وزير له کراچۍ څخه بنو ته د لېږدولو غوښتنه کړې

علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو په پېښور کې نيولی او وروسته یې سند صوبې ته لېږلی وو.

له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ علي وزير د مقدمې اورېدنه د جنورۍ په ۲۸مه د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه د ترهګرۍ ضد عدالت کې وشوه.

د اورېدنې پر مهال علي وزير هم ياد عدالت ته وړاندې کړل شو. د علي وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، د مقدمې د اورېدنې پر مهال د پولیسو دوه سرتیري هم د ګواهۍ په توګه عدالت ته حاضر شول او خپل بیانونه یې رېکارډ کړل.

تر دې وروسته د جېل چارواکو د سیند صوبې د کورنیو چارو له وزارته غوښتنه وکړه چې علي وزیر دې د کراچۍ زندان نه د خیبر پښتونخوا د بنو جېل ته واستول شي.

د جيل چارواکو له کراچۍ څخه بنو ته د علي وزیر د منتقلولو غوښتنه په داسې وخت کړې ده چې تېر کال د نومبر پر ۳۰ مه د سهراب ګوټ په مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ د علي وزیر ضمانت منظور کړی خو نوموړی دا وخت د شاه لطيف ټاون په مقدمه کې بنديوان دی چې هلته هم پر نوموړي د رياست ضد وينا تورونه دي چې هغه رد کړي دي.

د ترهګرۍ ضد عدالت د شاه لطيف ټاون په مقدمه کې خپله فېصله محفوظه کړې چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۳۱مه به یې واوروي. بلخوا د هغه وکیل قادر خان وایي علي وزیر ناروغه هم دی او په جېل کې یې سم علاج نه کیږي.

یاده دې وي چې علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو په پېښور کې نيولی او وروسته یې سند صوبې ته لېږلی و. پولیسو پر هغه تور پورې کړی چې پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې یې د تقریر په وخت، د رياست او ریاستي ادارو پرضد ويناکړې وه. خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو حقونه غواړي.

علي وزیر دا تورونه ردوي او د پاکستان سپریم کورټ په دې مقدمه کې د هغه ضمانت منظور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د علي وزیر په ګډون د یاد غورځنګ د یوشمېر نورو بندي غړو د راخوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتين په خپله وینا کې ویلی وو چې علي وزیر هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی او بايد زر تر زره خوشې کړل شي.