د پاکستان دولتي راډیو وايي، قاضي عمر عطا بندیال د سپریم کورټ د چیف جسټس په توګه د دندې لوړه وکړه.
د راډیو له خبر سره سم، ولسمشر عارف علوي د فبرورۍ پر دویمه له قاضي بندیاله سوګند واخیست.
د لوړې په غونډه کې وزیراعظم عمران خان، لوړپوړو حکومتي چارواکو، قاضیانو او د وکیلانو د ټولنې مشرانو ګډون وکړ.
جسټس عمر عطا بندیال د سپریم کورټ ۲۸م چیف جسټس شو. د پاکستان په سپریم کورټ کې قاضیان د زیاتې کاري مودې په لرلو په رتبو کې لوړېږي او په دې ډول د سترې محکمې د مشر قاضي څوکۍ ته رسېږي.
د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي ګلزار احمد د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه تقاعد (ریټایر) شو.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، قاضي بندیال به د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر تر ۱۶مې پورې د سپریم کورټ چیف جسټس وي او تر هغې وروسته به قاضي فایز عیسا د سترې محکمې مشر قاضي کېږي.
له قانون سره سم، د سپریم کورټ قاضیان د ۶۵ کلنۍ په عمر کې تقاعدېږي.