د اسټراليا تر ۱۹ کلونو کشرو لوبغاړو د کرکټ د نړیوال جام په نیمه پایلوبه لوبه کې د هند پروړاندې ماتې وخوړه.
د فبرورۍ پر دويمه د دې يو ورځنيو سياليو په دويم سيمي فاينل کې هند لومړی بیټينګ وکړ او په ټاکلیو ۵۰ اورونو کې يې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۰ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې اسټراليا ۱۹۴ منډې جوړې کړي.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر پینځمه د نړيوال جام پايلوبه د هند او انګلینډ ترمينځ وشي.
تر دې مخکې، په وېسټ انډیز کې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې انګلینډ افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان او اسټراليا ترمينځ د دريم پوزيشن لپاره سيالي به د فبرورۍ پر څلورمه کېږي.
د ۱۹ کلنو کرکټ نړيوال جام سيالۍ د وېسټ انډيز په کوربتوب د کرېبین ټاپوګانو په هېوادونو کې د جنورۍ له ۱۴مې راهیسې روانې دي.