روسي او بېلاروسي ځواکونو ګډ پوځي تمرينات کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بېلاروس په ختیځ کې بېلاروسي او روسي ځواکونو ګډ پوځي تمرينات کړي دي. لوېديځ هېوادونه اندېښنه لري چې په دا وروستیو کې د اوکراین پولې ته نېږدې د روسيې پوځي فعالیتونه ښايي د ماسکو لخوا پر کییف د بريد پيلامه وي، خو روسيه دغه تورونه ردوي. مليحه اميرزاده په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.