عمران خان له چين سره پر دوه اړخيزه اړيکو او سيمه ييز ثبات ټينګار کړی

د وزیراعظم عمران خان او د چین د ولسمشر شي جېنپېنګ د ۲۰۱۹ کال ارشیف انځور

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ون چاینه پالیسۍ او د بنیادي مفاداتو د بیلا بیلو چارو په اړه له چین سره د خپل هېواد د ژمنو پخلی کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخه د فبرورۍ پر څلورمه په چین کې د څیړنیزو ادارو او پوهنتونونو یوې ځانګړې غونډې ته وزیراعظم عمران خان وویل، پاکستان په دې باور دی چې په نړیوالو تګلارو کې د مزاحمت پر ځای باید په همکارۍ توجه وشي.

عمران خان د چین ولسمشر شي جېنپېنګ سره د یوې پټۍ یوه سړک تر نوښت لاندې، په پاکستان کې د سي پیک یا د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو پر اهمیت خبرې وکړې.

دا هم وګورئ: د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین په څلور ورځني سفر تللی

نوموړي وویل چې د سي پيک په راتلونکي پړاو کې به د صنعتکارۍ په ګډون، پر انفارامېشن ټیکنالوجۍ او کرکیله (زراعت) کې د بدلونونو په لړ کې همکارۍ ته پاملرنه کېږي.

د پاکستان خزانې وزیر شوکت ترین پر ټويټر باندې لیکلي چې عمران خان به د فبرورۍ پر پنځمه، د چینايي کمپنیانو له مشرانو سره ان لاین یا پرلیکه غونډې وکړي.

د هغو غونډو تمرکز د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي تعلقاتو ته وده ورکول وو. د دې تر څنګ د سي پیک پروژې پر اهمیت هم خبرې وشوې.

ټاکل شوې چې وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر پنځمه او شپږمه د چین له ولسمشر او وزیراعظم سره هم ملاقاتونه وکړي.

په بیجنګ کې د ژمنیو اولمپیک لوبو د پرانیستې یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم عمران خان د چین په دوره دی چېرته چې د فبرورۍ پر څلورمه، د اولمپېکس ژمنیو لوبو پرانیسته وشوه. نوموړي د چین په بلنه هغه هیواد ته تللی. د لوبو په افتتاحي تقریب کې شاو خوا د ۲۲ نورو هیوادونو مشران موجود وو. بلخوا د امریکا، کاناډا او جرمني په ګډون د ګڼو لویدیځو هیوادونو استازو په دغه دستوره کې ګډون ونه کړو. دوی د دغو لوبو له پیله وړاندې ویلي وو، په چین کې د بشري حقونو د ناسم وضعیت له وجې یې دا ګام پورته کړی.

له وزیراعظم عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو، مالیې، پلانونو او پرمختیايي چارو او د اطلاعاتو او خپرونو چارو د وزیرانو ترڅنګ د ملي امنیت، سوداګرۍ او د چین – پاکستان اقتصادي لارې د پروژو سلاکاران هم ملګري دي.

تر دې مخکې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۹ز کال په پسرلي کې چین ته تللی وو.