کوټه: د کویلې په کان کې چاودنې څلور مزدوران وژلي

د پاکستان سنټرل ماین لیبر فیډریشن د رپورټ له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې په ټول ملک کې د کویلې په کانونو کې د داسې پېښو له امله ۲۳۷ کان کیدونکي وژل شوي وو. (انځور له ارشیفه)

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کویلې په یو کان کې د چاودنې له امله څلور کان کیندونکي وژل شوي او شپږ نور ټپي شوي دي.

دا پېښه د کوټې له ښاره ۲۰ کیلو میټره لرې په سره غوړګۍ سیمه کې د فبرورۍ پر پنځمه سهار وختي هغه مهال شوې ده چې کان کیدونکي د کویلي په را ایستلو بوخت وو.

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې مشر نصیر احمد ناصر رسنیو ته ویلي چي شپږ تنه یې په ټپي حالت کې را ایستلي او په کوټه کې یې روغتون ته وړي دي.

نوموړي ویلي چې دا کسان په مځکه کې درې زره فټه دننه چاودنې وژلي او ټپي کړي دي.

خو نصیر احمد ناصر له رسنیو سره په خبرو کې دا نه دي ویلي چې دا چاودونه ولې او څنګه شوې ده؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سلطان لالا: کانکيندونکي د نه سهولتونو له لاسه مري

بل خوا د سکرو د مزدورانو اتحادیې د سرې غوړګۍ د اوسنۍ پېښې غندنه کړې ده. دا او ورته نورې ادارې شکایت کوي چې د کانونو مالکان د مزدورانو خوندیتوب لپاره مناسب ګامونه نه پورته کوي.

د پاکستان سنټرل ماین لیبر فیډریشن مشر سلطان لالا د فبرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې په بلوچستان کې په داسې پېښو کې د زیاتوالي وجه د معاوضې یا د مرګ په صورت کې د ورکول کېدونکو پیسو کمی دی.

ده وویل، "په ټول پاکستان کې معاوضه پنځه لاکه ده خو په بلوچستان کې دوه لاکه ده، که چېري دا زیاته وای نو د کان مالکانو به ځان له تاوانه د ساتلو لپاره پر کانونو نوره خرڅه هم کولای."

نوموړي زیاته کړه چې په بلوچستان کې د مزدورانو د خوندیتوب پر قانون د عمل نه کېدو له کبله داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

د ده په وینا، د داسې پېښو زمه واري د کارګرو محکمې د چارواکو پر غاړه ده.

دا هم وګورئ: شانګله وال ولې د سکرو خطرناکو کانونو کې کارونه کوي

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو امر کړی دی چې د وژل شوو او ټپي شویو کان کیدونکو له کورنیو سره دې هر ډول مرستې وشي.

په بلوچستان کې هر کال د کویلې په کانونو کې داسې پېښې رامنځ ته کېږي.

د پاکستان سنټرل ماین لیبر فیډریشن د رپورټ له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې په ټول ملک کې د کویلې په کانونو کې د داسې پېښو له امله ۲۳۷ کان کیدونکي وژل شوي وو.

رپورټ لیکي چې په دې کې ۱۵۰ د بلوچستان په کانونو کې وژل شوي وو.

په ۲۰۲۲م کال کې د فبرورۍ تر پنځمې ۲۱ کان کیدونکي وژل شوي چې ۱۷ د بلوچستان او پاتې څلور د ملک په نورو برخو کې وژل شوي دي.