د خیبر پښتونخوا حکومت په کورونو او حجرو کې سکولونه جوړ کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمې د صوبې په هغو ضلعو کې د کميونټي سکول په نوم په کورونو او حجرو کې سکولونه جوړ کړي دي چې سرکاري سکولونه نه لري. د تعلیم محکمې په وینا، په ټوله صوبه کې داسې سکولونو شمېر تر درې زره زیات دی. دوی وايي چې په دې کې تر یو لاک زیات ماشومان زده کړې کوي. په دې اړه نور تفصیل د عظمت علي شاه په دې ويډيویي رپورټ کې وګورئ