سوات کې د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوانو د هغوی د راخوشې کولو لپاره مظاهره کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا په سوات مينګوره کې د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوانو د هغوی د موندلو او کورنيو ته يې د سپارولو لپاره مظاهره کړې. د فرورۍ پر اوومه شوې دغه مظاهره کې د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوانو وينا وه چې د عدالتونو لخوا د خوشې کېدو پر امر سربېره پوځ دوی ته کسان په لاس نه ورکوي او په حراستي مرکزونو کې يې ساتلي دي. نور حال د مشال راډيو خبريال نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.