په نوشکي کې تر وسله وال بريد وروسته وېره خپره شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان نوشکي ښار ته ولاړل او هلته يې له هغو پوځيانو سره وليدل چې د وسله والو پرضد يې په عملياتو کې برخه اخیسته وه. د بلوچستان په دوو جلا جلا ښارونو پنجګور او نوشکي کې د فبرورۍ پر دويمه شپې مهال وسله والو د پاکستان امنيتي ځواکونو پر مرکزونو بريدونه وکړل چې تر درو ورځو پورې يې دوام وکړ. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر د فبرورۍ پر پينځمه نېټه وويل چې جګړه پای ته رسېدلې او سيمه يې له وسله والو پاکه کړې ده چې پکې نهه عسکر وژل شوي دي. په بیان کې ادعا شوې وه چې په بريد کې يې ۲۰ وسله وال هم وژلي دي. د دې دواړو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې وه او ادعا يې کړې وه تر ۱۰۰ زیات پاکستاني عسکر يې وژلي دي خو مشال راډيو د دواړه غاړو د دې ادعاوو په خپلواکه توګه تصديق نه شي کولای. تر بريد وروسته په نوشکي ښار کې وېره خپره شوه او ځينې خلک له کورونو بهر نه وتل.