د امریکا او روس ولسمشرانو پر اوکراین خبرې کړې دي

دا له هغه وروسته ده چې واشنګتن او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روسي ځواکونه هره شېبه چې وغواړي پر اوکراین برید وکړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ پر ۱۲مه د اوکراین په اړه خبرې اترې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل چې د کړکیچ د مخنیوي لپاره د وروستیو هڅو په لړ کې، ولسمشر جو بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ټیلیفون وکړ.

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به امریکا او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي چې ډېر به ورته ګران پریوځي.

د ولسمشر بایډن په خبره، برید به د پراخ بشري ناورین لامل شي او د روسیې ځای به کمزوری کړي.

دا له هغه وروسته ده چې واشنګتن او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روسي ځواکونه هره شېبه چې وغواړي پر اوکراین برید وکړي.

خو د روس ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې پر اوکراین د یرغل اراده نه لري.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د فرورۍ پر ۱۲مه د دوهم ځل لپاره له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا او فرانسې مشرانو د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین پر پوله د کړکېچ پر کمولو تمرکز درلود.

فرانسه وايي ولسمشر مکرون ولسمشر پوتین ته ویلي چې د اوکراین په اړه صادقانه خبرې د کړکېچ له زیاتېدو سره سمون نه لري.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې د خپل سفارت ډېرو کارکوونکو ته امر کړی چې له دغه هېواده ووځي.

نورو امریکايي اتباعو ته هم ویل شوي چې په ۴۸ ساعتونو کې اوکراین پرېږدي.

د امریکا دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې له اوکراینه د شاوخوا ۱۵۰ پوځي روزونکو د ایستلو په هڅه کې دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایر بوک د فبرورۍ پر ۱۲مه د مصر پلازمېنه قاهره کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د سفر خبرداری ورکړی او له جرمني اتباعو یې غوښتي چې له اوکراینه ووځي.

د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې پوځي تحرکاتو او د شاوخوا یو لک عسکرو ځای پر ځای کولو پر اوکراین د روسیې د برید په اړه اندېښنې راپورته کړې دي. خو روسیې پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی.

رپورټ: صفي الله ستانکزی