خبریالانو په اسلام اباد کې مظاهره کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام اباد کې خبریالانو د یوې رسنۍ د مالک محسن بېګ د ګرفتارۍ او د یوه ټېلېوېژن چینل د تړلو پرضد مظاهره کړې. خبریالانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د مظاهرې پرمهال مشال راډيو ته وویل، دا ډول اقدامات د بیان ازادي لا محدودوي. د پاکستان برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) په فبرورۍ کې تر هغې وروسته نیوز ون ټېلېوېژن چینل بند کړ چې پکې په یوه خپرونه کې بېګ د ډاک او مواصلاتو د وفاقي وزیر مراد سعید په اړه څرګندونې وکړې. سعید وروسته د بېګ ضد مقدمه دایره کړه چې پکې یې ویلي چې د هغه د بدنامولو هڅه یې شوې او پرضد یې غیراخلاقي خبرې شوې دي. د پاکستان حکومت وايي، بېګ یې د نامناسبه خبرو پر سر نیولی دی. ویډیويي رپورټ.