منظور پشتين: پر ګرفتاريو سربېره به د حقونو غوښتنې ته دوام ورکوو

د فبرورۍ پر ۱۷مه ماخوستن مهال پرلت ته په وینا کې منظور پشتین یو ځل بیا د سیند له حکومت غوښتنه وکړه چې د علي وزیر پرضد دایرې مقدمې دې ختمې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو او لسګونه پلویانو په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی. دوی له سیند حکومته غوښتنه کوي چې د غورځنګ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر پرضد دایرې مقدمې دې ختمې کړي او هغه دې خوشې کړي.

وزیر د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی او ورباندې په یوشمېر مقدمو کې د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارونې تورونه دي چې هغه یې ردوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه او وايي، د وزیر تر خوشې کېدو ورته دوام ورکوي.

پرلت ته د سیاسي ګوندونو د مخکښه غړو او له بېلابېلو سیمو څخه د خلکو د ورتګ لړۍ هم روانه ده.

د فبرورۍ پر ۱۷مه پرلت ته د سیاسي ګوندونو د مخکښه غړو او له بېلابېلو سیمو څخه د خلکو د ورتګ لړۍ هم روانه وه.

د غورځنګ مشر منظور پشتین یو ځل بیا د سیند له حکومت او هلته د واکمن پیپلز ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري څخه غوښتنه کړې چې د وزیر پرضد دایرې مقدمې دې ختمې کړي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۷مه ماخوستن مهال په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت ته په وینا کې وویل، په تېرو څلورو کلونو کې یې د غورځنګ لسګونه غړي ګرفتار شوي او ورباندې مقدمې دایرې شوې دي. پشتین زیاته کړه چې پر دې سربېره به د حقونو غوښتنې ته دوام ورکوي.

نوموړي زياته کړه، د سیند حکومت دې د وزیر په قضیه کې هغه رول ولوبوي چې د مسلم لیګ (ن) د یوه مخکښ مشر محمد صفدر په مقدمه کې یې لوبولی وو. پر صفدر هم د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د ریاست ضد د خلکو پارونې په تور مقدمه دایره شوې وه چې وروسته سیند حکومت ختمه کړه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د علي وزير راخوشې کولو لپاره د پي ټي اېم پرلت په درېيمه ورځ هم روان دی

د سیند حکومت تر اوسه د غورځنګ د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي البته حکومتي ویاند مرتضا وهاب د فبرورۍ پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې له پولیسو او د زندان له چارواکو یې معلومات اخیستي او علي وزیر ته عدالت په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په بله کې یې ضمانت نه دی شوی.

وهاب زیاته کړې چې دا د "سیند حکومت کار نه دی چې ګرفتاره او چالان شوی کس خوشې کړي."

په کراچۍ کې پر وزیر درې مقدمې دي چې پکې پر نوموړي د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو د پارولو تورونه دي. د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۱ز کال په نومبر کې امر وکړ چې هغه دې د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر اوومه په درج شوې مقدمه کې په ضمانت خوشې شي. خو د ۲۰۱۸ز او د ۲۰۱۹ز کال په مقدمو کې یې ضمانت نه دی شوی او د ترهګرۍ ضد یو عدالت یې قضیه پرمخ وړي.