منظور پښتين: د علي وزیر په قضيه کې مو له سيند حکومت سره "رابطه" شوې

منظور پښتين وايي، که د سيند حکومت د علي وزیر د مسلې حل پیدا نه کړي نو لاريون به پیلوي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۲۰مې انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر ويلي، د خپل يو زنداني مشر علي وزير پرضد د مقدمو ختمولو په لړ کې يې له سيند حکومت سره "رابطې" شوې دي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال منظور پښتين وويل چې د احتجاجي پرلت له لارې له سيند حکومته غواړي چې د علي وزير پرضد درج شوي اېف ای ارونه (مقدمې) دې بیرته واخلي. "هيله من یو چې صوبايي حکومت به ژر تر ژره د دې مسلې يو څه حل راوباسي او که غوښتنې مو و نه منل شوې نو په راتلونکې کې د لانګ مارچ اراده لرو."

غورځنګ د منظور پښتين په مشرۍ د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې راهيسې د علي وزیر د خوشې کولو د غوښتنې په خاطر د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی چې پکې د ګډون لپاره د هېواد له نورو برخو هم د پي ټي اېم پلويان ورغلي دي.

منظور پښتين له سيند حکومت سره د رابطې خبره په داسې حال کې کړې چې د غورځنګ مشرانو به دا شکايت کاوه چې تر يوې اوونۍ زيات وخت تېر شوی خو لا هم حکومت ورسره رابطه نه ده کړې.

نورالله ترين وويل چې له سيند حکومت سره به نورې ناستې هم کوي.

منظور پښتين له حکومت سره د "تماسونو" په اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه خو د پي ټي اېم يو بل مخکښ نورالله ترين د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې دوی د سيند د بلدياتو له وزیر ناصر حسين شاه او د اطلاعاتو له وزیر سعيد غني سره خبرې اترې شوې خو د ده په وينا، لا هم کومې نتیجې ته نه دې رسېدلي. ده زیاته کړه چې ښايي له حکومتي ډلې سره نورې ناستې هم وکړي.

خو د سيند حکومت د نوموړي د څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي.

حکومت دريځ لري چې د علي وزیر پرضد مقدمې په عدالت کې روانې دي نو په قانوني توګه نه شي کولای چې پرضد يې درج شوې مقدمې ختمې کړي.

د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د فبرورۍ پر۱۸مه په کراچۍ کې خبريالانو ته ويلي ول چې د علي وزیر خوشې کول او هغه له مقدمو څخه بري کول د حکومت په اختیار کې نه دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې پرلت ته دوام ورکړی دی

خو د پاکستان سپريم کورټ وکيل صلاح الدين ګنٖډه پور د فبرورۍ پر ۱۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د سیند حکومت قانوني اختیار لري چې د علي وزیر خلاف کښلې مقدمې بيرته واخلي. د نوموړي په خبره، مقدمې د حکومتي اجازې پرته نه شي جوړېدلای.

د ده په وینا، د دا رنګ مقدمو لپاره د صوبايي حکومت د کابينې اجازه په کار وي او دا چې د علي وزير خلاف مقدمې د سيند حکومت په اجازه شوې دي.

ګنډه پور زیاتوي چې د سيند حکومت وزير اعلا دا اختيار لري چې دغه مقدمې بيرته واخلي. "د پاکستان د ضابطه ای فوجدارۍ د قانون [له] ۴۹۳مې [مادې سره سم] حکومت خپله مقدمه بيرته اخیستلی شي او د علي وزير پرضد جوړي مقدمې يوازې د سيند حکومت بيرته اخیستي شي بلڅوک دا مقدمې نشي اخستلی او که سيند حکومت و غواړي نو هوم سېکرټر په يوه خط دا مقدمې ختمولای شي."

علي وزیر له تېرو شاوخوا ۱۴ مياشتو راهيسي د کراچۍ په زندان کې بندي دی چې د رياست خلاف د ويناګانو او د رياستي ادارو پروړاندې د خلکو پارولو تورونه پرې لګېدلي خو هغه او وکيلان يې دا تورونه ردوي او وايي چې پي ټي اېم له سوله ییزې لارې د پښتنو حقونه غواړي.