روسيې ته د عمران خان سفر "تر سياسي زيات اقتصادي اړخ لري"

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه د روسيې په دوه ورځنۍ دوره مسکو ته ځي. انځور له ارشيفه

د پاکستان وزيراعظم عمران خان نن (فبرورۍ ۲۳مه) د روسيې په دوه ورځني سفر مسکو ته ځي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه په يو بيان کې ويلي چې نوموړي ته د دې سفر بلنه د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ورکړې وه.

د وزارت په وينا، دواړه مشران به د ليدو پر مهال د انرژۍ په برخه کې پر همکارۍ سربېره پر دوه اړخيزه اړيکو، مهمو سيمه ييزو او نړيوالو چارو او د افغانستان په اړه خبرې کوي.

عمران خان په داسې حال کې روسيې ته سفر کوي چې د اوکراين پر سر د مسکو اړيکې د امريکا په ګډون له لوېديځو هېوادونو سره ترينګلي شوي دي. امريکا او لوېديځ هېوادونه وېره څرګندوي چې روسيه ښايي پر اوکراين بريد وکړي ځکه دغه هېواد د اوکراين له پولې سره نېږدې په سرحدي سيمو کې لسګونه زره عسکر ځای پر ځای کړي دي.

دا په تيرو ۲۳ کلونو کې روسيې ته د يو پاکستاني هېواد مشر لومړی سفر دی.

د پاکستان پخوانی سفارتکار او د سیاسي چارو پوه اصف دراني د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې پاکستان نه غواړي د اوکراین پر مسله کې ځان ښکېل کړي.

"د پاکستان کوشش به دا وي چې په دغه مسله کې بېطرفه پاتې شي. پاکستان به هڅه کوي چې له روسيې سره تجارتي او سفارتي اړیکې ښې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګېس پایپ لاین پر پروژه خبرې وکړي ځکه چې دغه د ګېس یوه لویه پروژه ده چې له کراچۍ نه پنجاب پورې ۱۱۰۰ کلومیټره ده او د پاکستان لپاره ډېر اهمیت لري."

پاکستان او روسيې په ۲۰۱۵ز کال کې د نارت ساوت ګېس پایپ لاین منصوبه لاسلیک کړې وه. تمه ده چې عمران خان له روسي چارواکو سره پر دغه منصوبه چې اوس د پاکستان سټریم ګېس پایپ لاین په نوم پېژندل کیږي، د کار پر پيل هم خبرې وکړي.

زموږ مقصد دا دی چې د یوې ډلې یا بلاک برخه جوړ نه شو.
عمران خان

له روسي چینل ار ټي ټېليویژن سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې دغه خبري ادارې د فبرورۍ پر ۲۲مه پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، وزیراعظم عمران خان ویلي چې ماسکو ته د سفر مهم مقصد یې تجارتي اړیکې پراخول دي.

"زموږ مقصد دا دی چې د یوې ډلې یا بلاک برخه جوړ نه شو. د پاکستان د ابادۍ ۵۰ فیصده د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو زما مهم مقصد له روسيې او نورې نړۍ سره ښې اقتصادي او تجارتي اړیکې جوړول دي. د کورونا وبا له وجې زموږ اقتصاد ډېر تاواني شوی دی او زه هیله کوم چې روس له غربي نړۍ سره د اوکراین کړکېچ په پرامنه توګه هواره کړي."

دا په تيرو ۲۳ کلونو کې روسيې ته د يو پاکستاني هېواد مشر لومړی سفر دی. تر عمران خان وړاندې په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف د ماسکو دوره کړې وه او تېرکال (۲۰۲۱ز) بيا د مسکو د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې د پاکستان له پوځي او حکومتي چارواکو سره لیدلي وو.

پېښور پوهنتون کې د سياسي علومو ښوونکی ډاکټر عبدالروف وایي چې په مخکینیو وختونو کې د مسکو او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ډېرې ښې نه دې پاتې شوي.

"چې کله په ۱۹۵۰ز لسیزه کې پاکستان د مغربي هېوادونو په جوړ شوي اتحاد یا بلاک کې شامل شو نو روسيې د پاکستان شاملېدل ښه ونه ګڼل. بیا په افغانستان کې د روس مداخلت او په ۱۹۷۸ز کال کې هلته د ثور انقلاب راتلل او د روسيې د هغې ملاتړ کول، وروسته د روسي عسکرو افغانستان ته راتلل او په افغانستان کې د روسيې مداخلت پاکستان ښه ونه ګڼو نو ځکه په تاریخ کې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې نه دي پاتې شوې"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې له وزيراعظم سره په دې سفر کې د کابينې ځينې غړي هم ملګري دي او تمه ده چې نوموړی په ماسکو کې مېشت د پاکستان د تجارانو له یوې ډلې سره هم وګوري.