روزي خان شوق: د خلکو زړونو ته د رسېدو لاره مې موندلې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اوونۍ په هنري ګړۍ کې د کلا سیف الله سندرغاړی او کامیډین روزي خان شوق زموږ مېلمه دی. له نوموړي سره د هغه پر ژوند او کار، د بلوچستان په پښتو موسیقۍ او په ټولنیزو رسنیو د ځوانانو پر هلو ځلو غږېدلي یو. نوموړی وايي، د سندرو له لارې یې د کلتور د ودې لپاره کار کړی او د خپلو ټوقو ـ ټقالو له لارې يې د خپه خلکو د زړونو د خوشالولو هڅه کړې ده. روزي خان شوق وايي، خدای پاک ورته د سندرو ترڅنګ په خبرو او مجلس کې هم لوی صلاحیت ورکړی او دا هنر یې زده دی چې د خلکو زړونو ته لاره پیدا کړي.