ډېره اسماعیل خان: د پولیو ټیم پر ساتنه موظف پولیس سرتېری وژل شوی

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په پولیو ټیمونو ورته بریدونه شوي: د ارشیف انځور

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیو واکسین ورکوونکو پر ټیم په وسله وال برید کې یو پولیس سرتیری وژل شوی دی.

چارواکي وايي، دا پیښه د فبرورۍ پر ۲۵مه، د ډېره اسماعیل خان په قیوم نګر سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د سیمې د پولیسو یو ویاند نن (فبرورۍ ۲۶مه) مشال راډیو ته ویلي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او په برید کې د ککړو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات کوي.

د ډېره اسماعيل خان او بنو ډویژن په شپږو ضلعو کې د فبرورۍ له ۲۱مې د پوليو ضد کيمپېن پیل شوی چې پکې به یو میلیون ماشومانو ته له ګوزڼ څخه د خونديتوب څاڅکې ورکول کېږي.

په خیبر پښتونخوا کې له تیرې څه مودې نه د پولیو ضد ډلو باندې بریدونه کیږي چې پکې د ډیريو بریدونو ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده. د فبرورۍ پر ۲۲ مه د خيبرپښتونخوا ډېره اسماعيل خان کې د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکوونکي ډلې پر بدرګه کوونکو په وسله وال بريد کې څلور پولیس سرتیري ژوبل شوي ول.

د یو بل راپور تر مخه د فبرورۍ پر ۲۵مه د سویلي وزیرستان په لدا تحصیل کې تر ځمکې لاندې د پټ بم چاودنې له کبله د سمیع الله په نوم ۱۱ کلن ماشوم ژوبل شوی دی.