پي ای اې له اوکراينه پولیڼد ته وتلي پاکستانيان هېواد ته لېږدوي

پي ای اې وايي، د فبرورۍ پر ۲۷مه په دوو پروازونو کې پاکستاني زده کوونکي هېواد ته ستوي.

د پاکستان هوايي شرکت (پي ای اې) د فبرورۍ پر ۲۷مه پولينډ ته پروازونه لري چې له اوکراينه وتلي پاکستانيان خپل هېواد ته ولېږدوي.

پي ای اې د فبرورۍ پر ۲۶مه پر ټوېټر ليکلي، پلان لري چې په اوکراين کې د پاکستاني سفارت په همکارۍ د اتوار پر ورځ پولینډ ته دوه پروازونه وکړي چې په خوندي توګه پاکستانيان له خپلو کورنيو سره د يو ځای کولو لپاره هېواد ته ستانه کړي.

په اوکراین کې د پاکستان سفارت پر ټوېټر پاڼه ليکلي، د هغه هېواد له بېلا بېلو ښارونو څخه ۲۳ نور پاکستاني زده کوونکي لوویف ښار ته وررسېدلي چې دوی به يې په ګاډو کې د پولینډ سرحد ته رسوي.

سفارت زیاتوي، له خارکیف ښاره ۱۰۴ زده کوونکي هم وررسېدونکي دي. پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته، په هغه هېواد کې په سلګونه پاکستاني زده کوونکي او کورنۍ بندې پاتې دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د ټولو زده کوونکيو د خونديتوب ډاډ ورکړی وو.

نوموړي ويلي ول، په کییف کې يې سفارتخانه یو بل ښار تېرنوپېل ته منتقله کړې ده چې د ده په وينا، دا د پولینډ له پولې سره نېږدې او نسبتاً محفوظه سیمه ده.