لاهور قلندرز د پي اېس اېل اتله شوه

د لاهور قلندرز لوبډله د فبرورۍ پر ۲۷مه د پي اېس اېل اتلولۍ تر ګټلو وروسته خوشالي کوي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په پایلوبه کې د لاهور قلندرز لوبډلې ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو د ۲۰ اوریزه کرکټ د کلنیو سیالیو اتله شوه.

لاهور قلندرز د فبرورۍ پر ۲۷مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړی بیټېنګ وکړ او د پینځو لوبغاړو په زیان یې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ملتان سلطانز ټول لوبغاړي په اخري اوور کې د ۱۳۸ منډو په جوړولو وسوځېدل.

د پي اېس اېل د اوومې اتلولۍ غوره لوبغاړي انعام د ملتان سلطانز لوبډلمشر محمد رضوان واخیست. نوموړي په اتلولۍ کې ۵۴۶ منډې جوړې کړې.

د پي اېس اېل په سیالیو کې شپږ لوبډلو – لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، کراچۍ کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ – برخه واخیسته.

دا سیالۍ د جنورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې پیل شوې او د فبرورۍ تر اوومې پورې لوبې هم هلته په نیشنل لوبغالي کې وشوې. تر هغې وروسته پاتې ټولې سیالۍ په لاهور کې وشوې.