بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې کور په کور تالاشۍ ودروي

په کابل ښار کې یو طالب وسله وال د پهرې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د طالبانو له لوري په کابل کې د کور په کور تالاشیو د درولو غوښتنه کړې ده.

هغه سازمان د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیانونو کې د یوشمېر رسنیو په وینا لیکلي دي چې طالبان د خلکو شخصي کورونو ته بې له خبرتیا ورکولو ورننوځي او په کورونو کې ویره خپروي.

د طالبانو حکومت د فبرورۍ پر ۲۷مه اعلان وکړ چې د دوی په وینا، د یاغیانو، غلو او جنایتکارانو پرضد یې عملیات پیل کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې دا ډول عملیات تر ډېره افغان نجونه او ښځې زیانمنوي.

خو طالبانو د ایمنسټي انټرنیشنل د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول او تر هغې شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی.

تر دې مخکې هم د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو پر طالبانو د فعالانو د ورکولو او ځورولو تورونه پورې کړي چې هغوی یې ردوي.