د مېنسک یو عدالت د مارچ پر درېیمه د ازادې اروپا راډیو بېلاروس څانګې پخواني خبریال الېح هروزد زېلویچ ته د یو نیم کال د بند سزا اورولې ده.
د ازادې اروپا راډیو مشر جیمي فلای د مارچ پر څلورمه ویلي، دوی یو بې ګناه خبریال ته د دغه غېر قانوني سزا ورکولو سخته غندنه کوي. د نوموړي په خبره د دغه خبریال یوازینی جرم خپل ولس ته ريښتا ښودل دي ځکه چې د بېلا روس حکومت خپل ولس ته ريښتیا ښودل نغواړي. دوی د الېح د زر تر زره د خوشې کولو غوښتنه کوي.
الېح هروز دزېلوېچ هغه خبریال دی چې جایزې يې ګټلي او د ۲۰۲۱ کال د ډېسېمبر پر ۲۳مه، نیول شوی و چې د روان کال د مارچ پر دویمه یې د مقدمې اورېدنه وشوه . پر هغه تور دی چې د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو خلاف په مظاهرو کې یې برخه اخېستې وه.
خو هروزد زېلوېچ پر ځان لګیدلي تورونه ردوي او وایي چې هغه د بهرنیو چارو د وزارت پر اجازت د ازادې اروپا راډیو د خبریال په حېث د ۲۰۲۰م کال د اګست میاشتې په مظاهرو کې برخه اخېستې وه او له دغې وروسته یې د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر کې دوه نورو مظاهرو ته د یوې ځايي ورځپاڼې د خبریال په حېث ورغلی و او خپله دنده یې ترسره کوله.
دغه ۶۳ کلن خبریال له دې وړاندې د تېر کال په جولای کې د ۱۰ ورځو او د دغو مظاهرو د خپرولو په تور یې د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې د ۱۵ ورځو د بند سزا هم تېره کړې ده.