اڅکزی: پښتانه به خپلې ستونزې په ګوته کوي او حل لاره به يې ټاکي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ويلي، پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" په اړه به د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مارچ پر ۱۱مه درې ورځنۍ جرګه کوي. محمود خان اڅکزي له مشال راډيو سره د ځانګړي مرکې پر مهال ويلي چې په دې جرګه کې به د پښتنو د هر ګوند، ټبر او مسلک سره تړلي مخور ګډون کوي او د پښتنو ستونزې او د هغوی حل لارې به په ډاګه کوي. بوريوال کاکړ له محمود خان اڅکزي سره په کوټه کې مرکه کړې ده.