ازادې اروپا راډيو په روسيه کې خپل کار ځنډولی خو له بهره څخه به راپورونو ورکولو ته ادامه ورکوي.
د مارچ پر پينځمه نېته د ازادې اروپا راډيو په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روس کې یې د فزيکي شتون ځنډولو لاملونه د روسیې د ټېکسونو ادارې کاروايي او د پوليسو له خوا یې د خبريالانو د ځورونو ډيرېدل دي.
دا هم وګورئ: "د ازادي اروپا راډيو د خبريالانو پرضد خطرونه مخ په زياتېدو دي"د ازادې اروپا راډيو مشر جيمي فلاي ويلي چې دا پرېکړه یې په خپله خوښه نه ده کړې بلکې د روسيې حکومت پر تپلې ده. خو هغه زیاته کړې چې ازادې اروپا راډيو به د روسانو لپاره د خبرونو پوښښ ته نه یوازې ادامه ورکوي بلکې لا به یې پراخوي.
ازادې اروپا راډيو له ۱۹۹۱ز کاله راهیسې په روسیه کې خبريالان لري چې بې پري ژورناليزم پر مخ وړي. دې راډيو د هغه مهال روسي ولسمشر بوریس یلسن په بلنه په مسکو کې خپل دفتر پرانیستی وو.