د پاکستان پخوانی ولسمشر محمد رفیق تارړ د ۹۲ کالو په عمر کې په لاهور کې مړ شو.
د مارچ په ۷مه د تارړ د مړينې پخلی د هغه لمسي عطا الله تارړ پر خپله تویټر پاڼه وکړ.
محمد رفیق تارړ په ۱۹۹۷ کال کې د سپریم کورټ د قاضي په توګه ريټايرډ کيدو نه پس د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند په ټکټ د سینيټ غړی منتخب شوی وو او بیا په ۱۹۹۸ کال کې هغه د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۹۹ کال کې پخوانی پوځي جنرال پرويز مشرف د کودتا په نتیجه کې واک ته ورسيد نو رفیق تارړ بیا هم ولسمشر پاتې شو. نوموړی تر ۲۰۰۱ کال پورې په دغه چوکۍ پاتې شو.