د افغانستان په سرحدي ولايت نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، تېر مازیګر (مارچ اوومه) د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوه ساعت لپاره وسله واله نښته وشوه.
په زرنج کې د طالبانو یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستلو ډډه کوله مشال راډیو ته وویل چې په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.
د سرچینې په وینا، نښته هغه وخت پیل شوه چې افغان کرونده ګرو د کنګ ولسوالۍ په سیخسر سیمه کې د یوه کانال د کیندلو کار پیل کړ، خو ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان خاورې ته تر اوښتو وروسته د دوی د مخنیوي هڅه وکړه.
سرچينه زياتوي، وروسته طالبانو د ایران د سرحدي ځواکونو پر وړاندې اقدام وکړ، چې خبره وسله والې شخړې ته ورسېده او د طالبانو یو موټر په اور سوځېدلی دی.
ځینو نورو سرچینو، افغان اسلامي اژانس ته ویلي، په دې نښته کې د ایران څلور سرحدي ساتونکي وژل شوي خو د طالبانو خوا ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر دې وړاندې هم د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دېته ورته نښتې شوې دي.