ملي کور: افغان خبریالان اقتصادي او مالي ستونزې لري

د افغانستان د خبریالانو د ملي‌کور د چارواکو خبري غونډه

د افغانستان د خبریالانو د ملي کور مسوولین وايي، افغان خبریالان له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.

د دې ډلې مشرانو مارچ پر ۱۵مه د یوې خبري ناستې پر مهال له نړیوالو ادارو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د بیان ازادۍ او د رسنیو کار د دوام لپاره له میډیا او خبریالانو سره مالي ملاتړ وکړي.

د ملي کور بنسټ مشر سید یاسین متین په دغه موقع له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې نړیوالې ادارې دې د نورو شعبو په څیر د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکیو لپاره هم تنخواګانې وټاکي چې دا شان افغان خبریالان له بد وضعیته ووځي.

د خبریالانو د نړیوال فیډریشن د یوې سروې ترمخه د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې له ۱۵مې راپدېخوا چې کله طالبانو حکومت نیولی، په افغانستان کې له ۶۰۳ رسنیو څخه ۳۱۸ یې بندې شوې دي. همداراز ډیری خبریالان د ځان خوندي‌ساتلو لپاره له هېواده وتلي‌دي.

نړيوال د طالبانو حکومت په رسميت نه پيژني نو ځکه ورسره هغه مالي مرسته نه کوي چې کومې یې د مخکيني جمهوري او منتخب حکومت سره کولي.