د پاکستان د سيند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه ويلي، که په سيند کې د مرکزي حکومت لخوا "له هر ډول غېر ايينې لارې" د ګورنر راج پلي کولو اقدام وشو، نو دا به د سيند د ولس "له بېساري غبرګون" سره مخامخ شي.
نوموړي دا خبره پرون (مارچ ۱۷م) پر خپل ټويټر تر هغه وروسته کړې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې وزيراعظم عمران خان ته يې وړانديز کړی چې په سيند صوبه کې دې ګورنر راج عملي کړي.
Let me categorically state that any unconstitutional move by the Federal Government to impose Governor’s rule in Sindh, will provoke an unprecedented retaliation from the people of Sindh.
— Murad Ali Shah (@MuradAliShahPPP) March 17, 2022
په سيند کې دا وخت د حکومت مخالفه ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت دی. د ګورنر راج تر عملي کېدو وروسته د اعلا وزير ټول واک هم ګورنر ته انتقالېږي.
ګورنر راج د ولسمشر لخوا په صوبه کې د ګډوډۍ يا بېړنيو حالاتو پر وخت اعلانېږي. د دې لپاره يا خو د صوبايي اسمبلۍ د اکثريت غړيو لخوا د قرارداد منظوري په کار وي او يا هم د پاکستان له قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه د دې منظوري شرط وي.
شېخ رشيد دا خبره په داسې حال کې کړې چې حکومت مخالفه ګوندونو د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړ.
دا هم وګورئ: حکومت مخالفه ګوندونو د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړپر وزيراعظم د بې باورۍ تحريک جمع کېدو وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت او پخپله وزيراعظم عمران خان د اتحادي ګوندونو له بېلا بېلو سياستوالو سره ليدنې کړې چې د هغوی باور تر لاسه کړي.
بلخوا حکومت مخالفه ګوندونو هم هڅې پيل کړي چې په قامي اسمبلۍ کې پر خپلو غړيو سربېره د واکمن ګوند او د حکومت اتحادي ګوندونو غړي له ځان سره يو ځای کړي.
په اسلام اباد کې پرون (مارچ ۱۷م) د وفاقي کابينې تر غونډې وروسته شېخ رشيد تور پورې کړ چې سيند صوبې د عدم اعتماد تحريک لپاره د پارلېمان غړو په پيسو اخيستل پيل کړي نو د نوموړي په وينا بايد په هغه صوبه کې ګورنر راج نافذ کړل شي.
د شېخ رشید لخوا په سیند کې د ګورنر راج د خبرو په غبرګون کې د سیند د اطلاعاتو وزیر سعید غني پرون له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د حکومت تورونه رد کړل او ويې وويل چې وفاقي حکومت په صوبه کې د ګورنر راج لګولو هيڅ يوه لاره نه لري.
نوموړي زياته کړه: "په سيند کې د ګورنر راج په اړه د شېخ رشيد څرګندونې د واکمن ګوند په صفونو کې وېره څرګندوي. داسې حکومت چې په قامې اسمبلۍ کې یې اکثریت له لاسه ورکړی، د یوې صوبې د قانوني حکومت پر ضد د غېرقانوني ګامونو پورته کولو په اړه غور کوي."
دا هم وګورئ: د عدم اعتماد تحريک څنګه وړاندې کېږي؟د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف ځينې غړي د اسلام اباد په سيند هاوس کې له څو ورځو راهيسي دېره دي. حکومتي وزيران پر مخالفو ګوندونو تور پورې کوي چې د دوی غړي يې تښتولي او په سيند هاوس کې يي بند ساتلي دي.
خو د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ يوه غړي راجا ریاض، چې په سيند هاوس کې دېره دی، د مارچ پر ۱۷مه د جیو نیوز له خبریال حامد میر سره په مرکه کې دعوه وکړه چې هغه او د واکمن ګوند شاوخوا ۲۴ نور غړي په خپله خوښه په سیند هاوس کې موجود دي او "د خپل ضمیر له مخې" به په عدم اعتماد تحريک کي رایه کاروي.
د واکمن ګوند غړيو ويلي چې د وزيراعظم عمران خان پر ضد د حکومت مخالفه ګوندونو لخوا پر راوړل شوي عدم اعتماد تحريک به د مارچ تر ۲۷مې وروسته په قامي اسمبلۍ کې رايې اچول کيږي، ځکه د مارچ پر ۲۷مه دوی په اسلام اباد کې ولسي غونډه اعلان کړې ده.
بلخوا حکومت مخالفه اتحاد "پاکستان جمهوري تحريک" د مارچ پر ۲۳مه د اسلام اباد پر لور احتجاجي لاريون اعلان کړی چې د دوی په وينا د مارچ پر ۲۵مه به اسلام اباد ته رسېږي.