اوکراين: روسي ځواکونو د ماريپول ښار د نيولو لپاره بريدونه زیات کړي دي

د روسي ځواکونه يو ټېنک په ماريپول کې

د اوکراين بندري ښار، ماريپول د نيولو لپاره د اشغالګرو روسي ځواکونو د فشار زیاتولو وروسته د هغه ځای اوسيدونکو، چارواکو او سرتيرو له غربي هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده. په دې ښار کې جګړه درنه شوې او د سټېل لوی پلانټ بند شوی دی.

د ماريپول د پولیسو افسر، ميخايل ورشنين د غربي هېوادونو مشرانو ته په وينا کې په يوه ويډيو پيغام کې ويلي چې دغه ښار د ځمکې له سره پاک شوی او زاړه او واړه یې مړه کيږي.

پر اوکراين د روس د اشغال له پيله درې اونۍ تيريږي. د اوکراين ولسمشر وولو دیمير زيلنسکي د تازه خبرو غوښتنه کړې ده خو روسي پوځونو د درنو زیانونو په ليدو سربیره هم د اوکراين پر ښار شديدو بمبارويو ته دوام ورکړی دی.