پاکستان: سکر کې بريدګرو يوه هندوې نجلۍ په خپل کور کې دننه وژلې

پاکستان کې د خيريه ټولنې "ايدي فاونډېشن" اېمبولنس کې يو مړی پروت دی. انځور له ارشيفه

د پاکستان د سيند پوليس وايي چې د مارچ پر ۲۱مه روهړي ښار ته څېرمه د سکر ضلعې په یوه کلي کې وسله والو ۱۶ کلنه هندوه نجلۍ پوجا کماري په ډزو وژلې ده.

د پوليسو په وينا چې بریدګر د پوجا کماري کور ته ننوتلي، د هغې د تښتولو هڅه يې کړې او چې هغې مقاومت ورسره کړی نو وسله والو په ډزو وژلې ده.

د سيند د سکر ضلعې د پوليسو سينيېر سپرنټنډنټ (اېس اېس پي) سنګهار ملک د مارچ پر ۲۱ مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د پوجا کماري د وژنې اصلي تورن وحيد بخش لاشاري نيول شوی او د وژنې وسله هم پوليسو ترلاسه کړې ده. د نوموړي په وينا په دې اړه نورې پلټنې هم روانې دي.

تر پېښې وروستو د پوجا کماري کورنۍ او نورو خپلوانو د هغې مړی د سکر پر لويه لاره کېښود او هلته يې احتجاجي پرلت وواهه. په دغه پرلت کې ګڼې ښځې هم شاملې وې چې شاوخوا درې ساعته يې دوام وکړ.

دا هم وګورئ: 'پاکستان کې د مذهبي ازادیو وضعیت خراب شوی'

د پوجا کماري پلار صاحب اوډ د مارچ پر ۲۱مه خبريالانو ته وويل چې په سيند کې د پېغلو هندوو نجونو د تښتولو او په زوره د هغوی مذهب بدلولو پېښې پرله پسې مخې ته راځي.

"نن هغوی زما کور ته ننوتل او زما لور يي په ډزو ووژله. زما لور په زوره له واده کولو او مذهب بدلو څخه نه يوازې انکار وکړ بلکې د هغه تورن قاتل سره يي مقاومت هم هم وکړ چې بيا وروسته هغه زما لور ووژله. نو اوس خو دا ومنئ چې هندوې نجونې په زور د ودونو او مذهب بدلو لپاره تښتول کېږي."

صاحب اوډ زياته کړې چې د هغه د لور په وژنې تورن وحید بخش لاشاري له تيرو څو مياشتو راهيسې د ده لور ځوروله او څو ځله يې د هغې د تښتولو هڅې کړې. د صاحب اوډ په وينا نوموړي د لاشاري پر ضد پوليسو ته خواست هم کړی وو چې د دوی ساتنه وکړي خو اوډ وايي چې پولیسو دوی ته هيڅ تحفظ ورنه کړ.

"که د سکر پولیسو زما پر غوښتنه عمل کړی وای، نن به زما لور نه وژل کېده. هرکله چې له یوې هندوې نجلۍ سره کومه پېښه کېږي، د پولیسو چلند ښه نه وي."

دا هم وګورئ: سیند کې هندوې نجونه ولې مذهب بدلوي؟

مشال راډيو چې د صاحب اوډ د خواست په اړه د سکر پوليسو له اېس اېس پي سنګهار ملک سره تماس ونيو، نو هغه د پوجا کماري د پلار د دې وينا په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

بلخوا د مارچ پر ۲۱مه د سکر پوليسو وياند بلال لغاري لخوا خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د پوجا کماري په وژنه تورن وحيد بخش لاشاري پوليسو ته د خپل جرم اعتراف کړی دی. د بيان له مخې لاشاري د پوجا کماري د واده کولو لپاره هغه په زوره تښتوله او چې کله هغې انکار وکړ چې نوموړي په ډزو ووژله.

د سيند حکومت وياند مرتضا وهاب د مارچ پر ۲۱مه په خپاره کړي ټويټ کې ليکلي چې دا يوه "ډېره بدمرغه پېښه" ده . د نوموړي په وينا په سمدستي توګه د پېښې راپور درج کړل شوی او "وژونکی وحيد لاشاري هم نيول شوی دی."

مرتضا وهاب د مارچ پر ۲۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې هغه له پوليسو او ضلعي چارواکو څخه د پېښې راپور غوښتی دی.

"که له اغېزمنو کسانو سره پوليسو څه ډول غفلت کړی وی، نو پر ضد به يې سخت ګامونه پورته کړل شي، او هغه کس چې دا کار یې کړی او دا ظلم یې کړی، نيول شوی دی."

تر دې وړاندې هم د سيند په بېلا بېلو سيمو کې د هندوو او عيسوي نجونو تښتول، په زور د مذهب بدلولو او واده کولو پېښې مخې ته راغلي دي.

د ټولنیز عدالت لپاره کارکوونکې یوې غېرحکومتي ادارې (سېنټر فار سوشل جسټس) په وینا، په پاکستان کې په تېرو ۱۶ کلونو کې په زور د ۵۵ عیسویو نجونو د مذهب بدلولو پېښې شوې دي چې زیاتره یې په پنجاب صوبه کې ثبت شوې دي. بلخوا په سیند صوبه کې د عیسویانو ترڅنګ هندوان هم شکایت کوي چې په زوره د هغوی مذهب بدلول کېږي.

په سیند کې هندوان دا تور هم پورې کوي چې کم عمره نجونه په زور مسلمانېږي او ودېږي، خو په دې پېښو کې تورن دیني عالمان وايي، هېڅوک یې په زور نه دي مسلمان کړي او په زوره دین بدلول په اسلام کې روا نه دي.