د اوبو نړيواله ورځ: پاکستان کې پاکو اوبو ته لاسرسی ستونزمن شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځينو برخو کې خلک د پاکو اوبو له نیشتوالي سره مخامخ دي. د اوبو نیشتوالي که یو خوا د خلکو کرکرونده اغېزمنه کړې ده نو بلخوا یې په ځينو سیمو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
په داسې حال کې چې هر کال د مارچ پر ۲۲مه د اوبو نړيواله ورځ لمانځل کېږي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځينو برخو کې خلک د پاکو اوبو له نیشتوالي سره مخامخ دي. د اوبو نیشتوالي که یو خوا د خلکو کرکرونده اغېزمنه کړې ده نو بلخوا یې په ځينو سیمو کې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. دا چې په پاکستان کې د اوبو وسیلې څنګه کارول کیږي او د اوبو د نیشتوالي د ستونزې دهواري لپاره پر حکومتي کچ څه روان دي؟ نن "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې بحث ورباندې شوی. د خپرونې کوربه شاهين بونېری دی.