تښتونه، تشدد او جنسي تېری: عدالت پينځو کسانو ته د عمري بند سزا واوروله

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د سپريم کورټ وداني، انځور له ارشيفه

د اسلام اباد یو عدالت نن (مارچ ۲۵مه) پينځو کسانو ته د عمري قید سزا واوروله. دا سزا د اېډیشنل سېشن کورټ د جج محمد رضا رباني لخوا واورول شوه.

پر دغو پينځو کسانو تور وو چې تېر کال (۲۰۲۱ز) یې په اسلام اباد کې یوه نجلۍ او یو هلک تښتولي ول، پر هغوی یې تشدد او جنسي تېری کړی وو او بیا یې د هغوی لوڅه ویډیو خپره کړې وه.

دا پينځه کسان عثمان مرزا، محب بنګش، ادارس قیوم بټ، حافظ عطاالرحمان او فرحان شاهین نومېږي.

د ۲۰۲۱ز کال په جولای میاشت کې پر ټولنیزو رسنیو داسې یوه ویډیو خپره شوې وه چې پکې ښودل کېږي چې په اسلام اباد کې ځینو کسانو یو هلک او نجلۍ په یوه کوټه کې بند کړي، پر هغوی تشدد کوي، نامناسب انداز کې یې ځوروي او لوڅه ویډیو یې جوړوي. هغه مهال وفاقي حکومت ویلي وو، د دې پېښې به خپله پوښتنه او پلټنه کوي چې دا ډول له اغېزمنې شوې جوړې سره انصاف وشي.

په دې قضيه کې د عمر بلال او ریحان په نوم دوه نور ملزمان خوشې کړل شول.