د مارچ په ۲۷مه د پاکستان حکمران تحريک انصاف او د مخالفو سیاسي ګوندونو د اتحاد غړي په اسلام اباد کې د جلا جلا جلسو لپاره ورټول شوي.
د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان خپلې جلسې ته د امر باالمعروف نوم ورکړی او پرېډ ګراونډ ته یې خپل پلويان ورجمع کول پيل کړي دي. د دې ګوند غړي د هېواد له بېلابېلو ښارونو اسلام اباد ته رسېدلي او ځيني یې لا هم پر لاره دي.
کراچی سے ٹرین پر PTI کے کارکنان راولپنڈی پہنچے ہیں #IamImranKhan #امربالمعروف pic.twitter.com/eGF0aMlrTg
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) March 27, 2022
بلخوا له اپوزیشن ګوندونو جوړ، پاکستان جمهوري غورځنګ بېلابېلو ګوندونو پلويان هم اسلام اباد ته ورغليدي. دوی خپلې جلسې ته د ګرانۍ ختمولو نوم ورکړی دی. د پيپلز پارټۍ او بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) پلويان له سند او بلوچستان څخه په بېلابېلو قافلو کې اسلام اباد ته روان دي.
د مسلم ليګ (ن) قافلې له پنجابه د مريم نواز او حمزه شهباز په مشرۍ پر جي ټي روډ ورغلې دي. همداراز د عوامي نیشنل ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) غړي د خېبر پښتونخوا او کراچۍ څخه وررسېدلي دي. ټولې غاړې د خپل قوت ښودلو لپاره د ډيرو کسانو د راغونډولو په تکل کې دي.
مہنگائی مکاؤ مارچ اسلام آباد pic.twitter.com/a74Xn7Xt7D
— Jamiat Ulama-e-Islam Pakistan (@juipakofficial) March 27, 2022
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په ۲۸مه به د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک غونډه کيږي.
دا تحريک اپوزیشن ګوندونو د مارچ په اتمه د اسمبلۍ د سپېکر په دفتر کې جمع کړی وو او غوښتنه کوي چې زر تر زره دې پرې رايه واچول شي. دوی ادعا لري چې پر وزيراعظم عمران خان د اسمبلۍ د غړو اعتماد ختم شوی نو ځکه بايد له چوکۍ ليري شي. خو عمران خان دا ردوي او واييد عدم اعتماد تحريک سره د مقابلې لپاره تیار دی.
دا هم وګورئ: د عدم اعتماد تحريک څنګه وړاندې کېږي؟د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده، خو دوی ادعا کوي چې د اسمبلۍ شاوخوا ۲۰۰ غړي ورسره همفکره دي او د وزيراعظم عمران خان پرضد به د تحريک عدم اعتماد په ملاتړ کې رايه وکاروي.
بلخوا د قامي اسمبلۍ د وېپپاڼې له مخې، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت او د دوی اتحادي ګوندونه دا وخت په اسمبلۍ کې ۱۷۸ غړي لري او د حکومت مخالفه غړيو شمېر بيا ۱۶۲ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د واکمن ګوند د اسمبلۍ يوشمېر غړي له حکومت څخه "منحرف" شوي چې د راپورونو تر مخې شمېر شاوخوا ۲۰ دی. بلخوا اتحادي ګوندونو هم د وزيراعظم پرضد په عدم اعتماد تحريک کې له حکومت سره د درېدو غوټ دريځ نه دی څرګند کړی.