د پاکستان پوځ د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان يو عکسر د لټون عملیاتو پر مهال: انځور له ارشېفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان څلور وسله وال یې وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې د اپريل پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې شپې مهال یې په خيسور کې د وسله والو پر يوه پټنځای په کړو عملياتو کې يې دغه کسان وژلي دي. د پوځ په وينا، په نښته کې درې پوځيان برسېرن زخميان شوي دي.

خو د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني د اپريل پر دويمه رسنيو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دوی په دې نښته کې د پاکستان د پوځ ۱۴ سرتيري وژلي دي.

په ازاده توګه د دواړو خواوو د ادعاوو تصدیق نه دی شوی او نه هم دوی د دې ادعاوو په ملاتړ کې کوم ثبوت وړاندې کړی دی.