ولسمشر عارف علوي قامي اسمبلي ړنګه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې. نوموړي دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د غونډې پرمهال د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د نه باور تحریک غیر اییني وباله او رد یې کړ. د سوري تر دې اقدام سمدستي وروسته وزیراعظم له ولسمشره د قامي او صوبايي اسمبلیو د ړنګونو غوښتنه وکړه. اپوزیشن پر حکومتي اقدام انتقاد کړی دی او په سپریم کورټ کې یې د چیلېنجولو اعلان کړی دی. په عین وخت کې دولتي راډیو وايي چې سپریم کورټ له خپلې خوا د سوري تر اقدام وروسته د پیدا شوي سیاسي صورتحال نوټس اخیستی دی. نور د رویټرز او فرانسې خبري اژانسونو په ویډیويي رپورټ کې.