اوکراینیو چارواکو پر روسیې په بوچا سیمه کې د نسل وژنې تور پورې کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اوکراینیو چارواکو تور پورې کړی دی چې روسیې له کییف سره نېږدې په بوچا سیمه کې توکموژنه کړې ده. روسیې دا تور رد کړی او وايي، اوکراین د وژل شویو کسانو له انځورونو ښوولو سره د خلکو د پارولو هڅې کوي. بل لوري ته جاپان، فرانسې، برتانیې او نیو زیلینډ په بوچا کې د روسیې کارروایۍ غندلې دي. په دې اړه د رویټرز او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ چې پکې ځینې برخې ښايي ځینو خلکو ته ځوروونکې وي.