اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې د اپرېل پر شپږمه د روسیې پرضد اعلان شوي اقتصادي بندیزونه قوي دي خو پر هېواد یې د مسکو د یرغل پای ته رسولو لپاره کافي نه دي.
نوموړي د اپريل پر اوومه سهار وختي په خپله ورځنۍ ویډیويي وینا کې پر جمهوري نړۍ ټینګار وکړ چې له روسیې څخه دې تېل نه اخلي او د هغه هېواد بانکونه دې په بشپړه توګه له نړیوال مالي نظامه وباسي.
زېلېنسکي وویل، تر هغو چې ((پر روسیې د بندیزونو واقعي سخت پلان یا پیکېج نه وي عملي شوی او په واقعي ډول)) اوکراین ته ((هغه وسلې نه وي ورکړل شوې)) چې دوی یې ((په بیا بیا غوښتنه کړې نو روسیه)) به دې حالت ته ((د مخکې تګ د اجازې په سترګه ګوري او دا به په دونباس کې د وینې بهونې د نوي بهیر د اجازې ورکولو په معنا اخلي.))
تر دې مخکې د ولسمشر سلاکار اندرې یرمک ویلي وو چې د اوکراین ملګري هېوادونه باید د اپرېل پر شپږمه له اعلان شویو بندیزونو لا مخکې ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې د روسیې پرضد بندیزونه باید ((دومره شدید او ویجاړوونکي وي چې روان خطرناک جنګ ودرولای شي.))
دا هم وګورئ:
پوتین وايي که اروپا په روبلو سودا و نه کړي د ګیسو قراردادونه بندويد روسيې او د اوکراين د استازو ترمنځ خبرې دوام لري"اوکراین له روسيې څخه د کييف شاوخوا سيمې بېرته نيولې دي"امریکا او برتانیې د اپرېل پر شپږمه د روسیې پرضد نوي اقدامات اعلان کړل چې پکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر دوو مشرو لوڼو د بندیزونو بېساری اقدام هم شامل وو. دا د هغو هېوادونو له لوري په اوکراین کې د جګړې پیلولو په غبرګون پر روسیې د بندیزونو د نوي پیکېج برخه ده.
په عين وخت کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د (اپرېل پر اوومه) په بروکسل کې د اوکراين پر حالاتو د پرلپسې دويمې ورځې خبرې پيلوي.
د اپرېل شپږمې غونډې ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنزبرګ وویل، له اوکراین سره به د روسیې جګړه ښایي میاشتې او حتی کلونه دوام وکړي. ده د خپلې دې خبرې په دليل زياته کړه، داسې نښې نه ترسترګو کېږي چې ګواکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټول اوکراین د نيولو له هوډه په شا شوی وي.
تمه ده چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اپرېل اوومې په غونډه کې له اوکراین سره په پوځي برخه کې د یو شمېر مرستو اعلان وشي.