امریکا: اوکراین ته د وسلو لېږلو په لاره کې موجود ټول خنډونه ليرې کوو

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ديمیترو کولېبا له خپل امریکايي انډول اینتني بلېنکن سره په برسلز کې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر اوومه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ویلي، اجازه به ورنکړي چې د روسیې پر ضد د جنګ لپاره اوکراین ته د وسلو لېږلو په لاره کې یو شې هم خنډ جوړ شي.

نوموړي د اپریل پر اوومه، په برسلز کې د ناټو د مرکزي دفتر مخې ته خبریالانو ته وویل چې امریکا له اوکراین سره له لا نور عزم سره ولاړه ده او غور کوي چې کوم ډول نوې وسلې ورته لېږلای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، روسیه باید پرېکړه وکړي چې د اوکراین سره د بامعني خبرو اترو لپاره تیاره ده او که نه؟

دا هم وګورئ: زېلېنسکي: پر روسيې د امريکا او اروپايي ټولنې نوي بنديزونه کافي نه دي

تر دې وړاندې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ديمیترو کولېبا د نورو وسلو لپاره په ناټو ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ګومان کیږي، روسیه په جنوب مشرقي اوکراین کې د لوی یرغل لپاره خپل ځواکونه بیا ځای پر ځای کوي. نوموړي زیاته کړه، د اوکراین سره د مرستې تر ټولو غوره لاره داده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل ځای ته د راوستلو او روسي ځواکونو ته د ماتې ورکولو لپاره اوکراین ته هر هغه څه ورکړل شي چې اړتیا ورته لري.

دا هم وګورئ: اوکراین جګړه: یوشمېر اروپايي هېوادونو د روسیو ډېپلوماټانو ایستلو اعلان کړی

کولېبا هیله څرګنده کړه چې ناټو به ورته وسیلې ورکړي خو دا پوښتنه لا نه ده ځواب شوې چې دغه وسلې به تر کله اوکراین ته ورسیږي؟

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر اوسه په سلګونو کسان وژل شوي او په لکونو نور بېکوره شوي دي.