پوځ: بلوچستان کې د نښتې پر مهال دوه سرتېري او دوه وسله وال وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې دوه امنيتي سرتېري، انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان له مشکی سیمې سره نېږدې یې دوه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن (اپریل اتمه) په یوه بیان کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې په سینګي سیمه کې دغه کارروايي کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې د وسله والو او پوځ تر منځ د ډزو په تبادله کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

پوځ وايي چې دغه وسله وال په اواران او نورو شاوخوا سیمو کې په ناامني پیدا کولو کې ککړ ول.

تر اوسه خپلواکه سرچینو د پېښې تصدیق نه دی کړی او نه هم کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه بیان ورکړی دی.